روسیې د چک جمهوریت د ۲۰ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

روسیې چک جمهوریت ته بالمثل ځواب ورکړ

1623702
روسیې د چک جمهوریت د ۲۰ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

 

روسیې د بهرنیو چارو وزارت چک جمهوریت ته باالمثل ځواب ورکړ.

روسیې په مسکو کې د چک جمهوریت د سفارت ۲۰ تنو ډیپلوماټانو د ډیپورتولو پریکړه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې په مسکو کې د چک جمهوریت سفیر ویټسلاو پیونکا  د بهرنیو چارو وزارت ته راغوښتې او هغه ته يي یاداشت ورکړی دی.

همداشان د چک جمهوریت سفیر ته د چک د مقاماتو لخوا په پلازمینه پراګ کې د روسیې د ډیپلوماټانو سره د دوستۍ د شان نه د لرې چلند له امله اعتراض وړاندې شوی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې ددې ترڅنګ د چک جمهوریت سفیر ته په مسکو کې د چک د سفارت د شلو تنو ډیپلوماټانو د نامطلوبه اشخاصو په توګه د اعلانیدو او د اپریل تر ۱۹ مې  د دوشنبې ورځې تر  پایته پورې د روسیې د خاورې نه د وتو غوښتنه شوې ده .

همداشان د چک پلو نه په مسکو کې د خپل سفارت د کارکوونکو شمیره په پراګ کې د روسیې د سفارت د کارکوونکو د شمیرې سره د مساوي‌ کولو غوښتنه شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د چک جمهوریت تیره ورځ په پراګ کې د روسیې د سفارت ۱۸ تنه ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

د چک جمهوریت لومړي‌ وزیر اندریژ بابیش  تیره  ورځ  وویل چې د روسېې د سفارت ۱۸ تنه ډیپلوماټان د اسختباراتو لپاره کار کوي‌ او داسې قوي‌ شک او شبهې شتون لري‌ چې  په ۲۰۱۴ کال کې د چک په سویل کې د مهماتو  د ډیپو په چاودنه کې لاس درلود.

هغه وویل چې د همدې امله يي  ددې ۱۸ تنو روس ډیپلوماټآنو نه د ۴۸ ساعتونو په دننه کې د چک جمهوریت د خاورې نه د وتو غوښتنه کړې ده.

د بله پلوه امریکا متحده ایالتونو د چک جمهوریت ددې پریکړې نه ملاتړ اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرایس وویل چې د چک جمهوریت نه د  روسیې لخوا د چک جمهوریت په خاوره کې د ورانکارانه فعالیتونو د ترسره کولو ته د سخت ځواب ورکولو له امله ملاتړ کوو او ددوې ترڅنګ ولاړ یو.

د روسیې لخوا زمونږ د متحدینو او شریک هیوادونو مځکنۍ بشپړتیا ، انرژۍ امنیت او مهمو بڼسټونو ته د ضرر رسولو  او تهدید په مقابل کې  باید   چپه خوله پاتې نشو او خامخا ځواب ورکړو.



اړوند خبرونه