پاریس ته نږدې یوې الوتکې سقوط کړی

په فرانسه کې یوې الوتکې سقوط‌ کړی دی

1623692
پاریس ته نږدې یوې الوتکې سقوط کړی

د فرانسې  پلازمینې پاریس ته نږدې   یوې الوتکې سقوط‌ وکړ.

د فرانسې په پلازمینې پاریس کې د ګرځندویانو لیږدونکې یوې الوتکې سقوط کړی دی.

د فرانسې د هوانوردۍ ادارې د معلوماتو له مخې دا یوې الوتکې چې د پلازمینې پاریس شمال لوري‌ ته د بووه د ښار نه الوتنه کړې وه ساینت پتهس په کلي‌ کې سقوط‌ وکړ.

پدې پيښه کې د یو تن پیلوټ په ګډون ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بووه د ښار پولیسو ویلي دي‌ چې پدې الوتکه کې یو تن پيلوټ او درې تنو ګرځندویانو سفر کولو.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د الوتکې د لویدو لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي‌ دي.

د پلټنې ډلې د پیښې په ځای کې تحقیقات پیل کړي‌ دي.

 


پيوندونه: #سقوط , #الوتکه , #فرانسه

اړوند خبرونه