په امریکا کې په دوو جلا جلا وسله والو بریدونو کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ

په امریکا کې د وسله والو بریدونو کچه د پام وړ لوړه شوې ده

1623706
په امریکا کې په دوو جلا جلا وسله والو بریدونو کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ

ه امریکا متحده ایالتونو کې په دوو جلا جلا وسله والو بریدونو کې لږ د یوې ۷ کلنې ماشومې په ګډون ۴ تنه مړه او یو تن بل ټپي‌ شو.

لومړی برید د امریکا د تګساس ایالت د استین په سیمه کې رامنځته شو.

د استین د سیمې پولیسو ویلي دي‌ چې په یو وسله وال برید کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي دي  چې یو تن برید کوونکي‌ ۳ تنه په ډزو د وژلو نه وروسته د پيښې د سیمې نه فرار کړی دی.

پولیسو برید کوونکی تشخیص کړی دی او ویلي دي‌ چې ۴۱ کاله عمر لري.

د استین د سیمې د پولیسو مشر ویلي دي‌ چې دا لا معلومه نده چې برید کوونکي‌ په خپو تښتیدلی او که د کوم نقلیه واسطې سره تښتیدلی دی.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې پدې برید کې دوو تنو ښځو او یو نارینه ژوند د لاسه ورکړی دی. د برید کوونکي‌ د نیولو په خاطر يي عملیات پيل کړي‌ دي.

د بله پلوه د امریکا  د شیکاګو په ښار کې د برګر پلورنځي‌ په مځکې په یو موټر د وسله وال برید په نتجه کې یوې ۷ کلنې ماشومې ژوند د لاسه ورکړی او پلار يي سخت ټپي‌ شوی دی.

د برګر پلورنځي‌ یو تن کارکوونکي‌ خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د یو فولادي‌ رنګه موټر نه دوه تنه راښکته شول او په پدې موټر چې برید پرې شوی دی ډزې پیل کړې.

څو مرمۍ  په کوچنۍ ماشومې ولګیدې او پلار يي هم ټپي‌ شو. ماشومې په روغتون کې ساه ورکړه او پلار يي هم سخت ټپي‌ شوی دی.

د بله پلوه د سیمې پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د ماشومې د پلار روغتیايي حالت هم ښه ندی.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې ددې پیښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي‌ دي‌ خو تحقیقات دوام لري .

د برید لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په امریکا کې د وسله والو بریدونو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه