د جو بایدن لخوا د افغانستان نه د امریکايي سرتیرو د ویستلو د پریکړې په اړه ټرمپ غبرګون
ټرمپ : د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په اړه د بایدن د حکومت پریکړه ډیره ښه او پر ځای پریکړه ده
د امریکا متحده ایالتونو پخواني ولسمشر دونلد ټرمپ د جو بایدن د حکومت لخوا د افغانستان نه د خپلو ټولو سرتیرو د ویستو د پریکړې نه د یوې ډیرې پر ځای او مثبتې پریکړې په توګه یادونه وکړه.
ټرمپ د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په اړه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان نه د ټولو ځواکونو ویستل او کورته راستنول یوه ډیر پر ځای او مثبته پریکړه ده. هغه وویل چې ما د مې د میاشتې تر لومړۍ نیټې د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو پلان درلود . دا بهیر دې تاریخ ته هر څومره چې نږدې د امکان وړ وي باید بشپړ کړو.
هغه د سپټمبر په ۱۱ مه نیټه د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د ویستو د پلان په اړه ویلي دي چې د سپټمبر ۱۱ مه د امریکا د تاریخ لپاره یو معکوس او ماتم ورځ ده چې په همدې شکل باید پاتې شي.
د ویلو ده چې د امریکا پخواني ولسمشر دونلد ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې د طالبانو سره د سولې تړون په لاسلیکولو سره د ۲۰۲۱ کال د مې تر لومړۍ نیټې پورې د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د ویستو ژمنه کړې وه.
خو د دونلد ټرمپ ځاني ناستي د امریکا نوي ولسمشر جو بایدن بیا د افغانستان نه د پاتې ۲۵۰۰ تنو امریکايي سرتیرو د ویستو نیټې لږه وځنډوله . هغه وویل چې د مې د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره به د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر پيل کړي او تر سپټمبر ۱۱ مې نیټې به دا بهیر بشپړ کړي.
پداسې حال کې چې د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټانو لویه برخه د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په اړه د بایدن د پریکړې نه ملاتړ کوي بیا د جمهوریت پلوو لویه برخه ورسره مخالفت کوي. هغوې وايي چې ددې پریکړې سره به په افغانستان کې تشه رامنځته شي او دا هیواد به یو ځل بیا د ترهګرو په ځالو بدل شي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.