په امریکا کې وسله وال بریدونه دوام لري
د امریکا د نبراسکا په ښار کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی
په امریکا متحده ایالتونو کې د تیرې یوې میاشتې په دننه کې په وسله والو بریدونو کې تر ۷۰ تنو ډیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالي ارشیف په نامه بڼسټ ویلي دي چې په امریکا د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ سره سره په وسله والو بریدونو کې کموالی ندی راغلی او برعکس کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو ده .
یاد شوي بڼسټ ویلي دي چې د ۲۰۲۱ کال د پيل راهیسې په امریکا کې لږ تر لږه ۱۵۰ ډله ایز وسله وال بریدونه شوي دي چې په هر برید کې د برید کوونکي پرته په اوسط ډول ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په امریکا کې په تیرې یوه میاشت کې ۴۵ ډله ایز بریدونه ترسره شوي چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۷۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر سلو ټنو ډیر ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې امریکا ولسمشر جو بایدن په هیواد کې په وسلو د لا سختو محدودیتونو لګولو په خاطر په کانګرس غږ کړی دی. خو د کانګرس لخوا پدې اړه ګام اوچتول ګرانه خبره ده.
د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې د امریکا د انډیانا پولیس په ښار کې یو د کارګو د شرکت یو تن کارکوونکي په خپلو همکارانو خونړی برید وکړ چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۵ تنه نور ټپيان شوي وو.
دا برید د یو تن ۱۹ کلن ځوان لخوا شوی وو. ددې برید د قربانیانو نه ۴ تنه د هندوستان سکان دي.
همداشان نن هم د امریکا د نبراسکا په ښار کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی د برید نه وروسته د سیمې نه په تیښته بریالی شوی دی.
پدې برید کې یو تن نارینه مړ او یوه میرمن ټپۍ شوې ده .