روسیې امریکا متحده ایالتونو ته بالمثل ځواب ورکړ.

روسیې هم د لسو تنو امریکايي ډيپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه

1622943
روسیې امریکا متحده ایالتونو ته بالمثل ځواب ورکړ.

 

د امریکا متحده ایالتونو لخوا پر روسیې د نوو بندیزونو په غبرګون کې روسیې هم پر امریکا بندیزونه ولګول.

روسیې د امریکا متحده ایالتونو د اف بي‌ ای د مشر په ګډون په ۸ لوړپوړو چارواکیو بندیزونه ولګول او روسیې نه ممنوع الدخول اعلان کړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا پر روسیې د نوو بندیزونو په غبرګون کې پر امریکا باالمثل بندیزونه اعلان کړل.

روسیې د امریکا د اف بي‌ ای او داخلي‌ امنیت وزیر په ګډون په ۸ تنو جګپوړو امریکايي چارواکیو بندیز ولګول.

همداشان روسیې د امریکا لخوا د لسو تنو روسي‌ ډیپلوماټانو د  ډیپورتولو د پریکړې په مقابل کې د لسو تنو امریکايي ډيپلوماټانو د ډیپورتولو پریکړه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاوروف په مسکو کې د سربستان د بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري‌ غونډه کې د امریکا لخوا پر روسیې د نوو بندیزونو لګولو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې روسیې د امریکا لخوا د لسو تنو روس ډیپلوماټانو د ډیپورتولو د پریکړې په مقابل کې د لسو تنو امریکايي ډیپلوماټانو د ډیپورتولو پریکړه کړې ده .

هغه وویل ددې ترڅنګ روسیه به د امریکا لخوا په مسکو کې په خپل سفارت کې د روسیې او دریم ګړي‌ هیواد وګړو  د نه استخدامولو  په مقابل کې  د امریکا د سفارت د کارکوونکو پرته د کنټرول د سیاحت کولو پروګرام لغوه کړي.

هغه وویل که چیرې امریکا سرغړونو ته دوام ورکړي‌ روسیه به د امریکا نه په روسیه کې د خپلو ډیپلوماټانو شمیره ۳۰۰ تنو ته د راټیټولو غوښتنه وکړي.

د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د روسیې لخوا پر امریکا د سایبري‌ بریدونو او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د مداخلې د هڅې له امله په امریکا کې د روسیې د سفارت د لسو تنو ډیپلوماټانو د شړولو او پدې هیواد  نوو بندیزونو پریکړه وکړه.


پيوندونه: #رقابت , #امریکا , #روسیه

اړوند خبرونه