کرملین ماڼۍ د ولسمشر ولادیمیر پوتین کلني‌ عواید اعلان کړل

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر ولادیمیر پوتین، لومړي‌ وزیر میخایل میشوستین او د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دیمیتري‌ پیسکوف کلني‌ عواید اعلان کړل.

1623159
کرملین ماڼۍ د ولسمشر ولادیمیر پوتین کلني‌ عواید اعلان کړل

 

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین ویلي  دي‌ چې په ۲۰۲۰ میلادي‌ کال کې  د یو کال مخکې په پرتله د  ولسمشر ولادیمیر پوتین عواید دوه سلنې په ډیریدو سره ۹ عشاریه ۹ میلیونه روبلو ته چې ۱۳۰ زره امریکايي ډالره کیږي‌ لوړ شوي‌ دي.

کرملین ماڼۍ ویلي دي‌ چې په ۲۰۱۹ میلادي‌ کال کې د ولسمشر ولادییمیر پوتین کلني‌ عواید ۹ عشاریه ۷ میلیونه روسي‌ روبله وو چې په ۲۰۲۰ کال کې بیا ۹ عشاریه ۹ میلیونو روبلو ته لوړ شو‌ي دي.

همداشان په ۲۰۲۰ کال کې د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستین ۱۹ عشاریه ۹ میلیونه روسي‌ روبله  چې ۲۵۰ زره امریکايي ډالره کیږي‌ او د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري‌ پیسکوف بیا ۱۲ عشاریه ۵ میلیونه روسي‌ روبله  چې ۱۵۰ زره امریکايي ډالره کیږي عواید ترلاسه کړي‌ دي.  

د کرملین ماڼۍ ویلي‌ دي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین  دوه د  اپارتمان کورونه  ، ۳ د موټرو ګاراژونه او دوه هم شخصي موټرې لري.

کرملین ماڼۍ بیا د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نقدي‌  او په بانکونو کې د شتمنۍ په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه