پولنډ په هیواد کې د درې تنو روس ډیپلوماټانو د ډیپورټولو پریکړه وکړه.
پولنډ په هیواد کې درې تنه روس ډیپلوماټان نامطلوب اشخاص اعلان کړل او د پولنډ د شړولو پریکړه وکړه
د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي هیواد په پلازمینه وارسا کې د روسیې د سفارت درې تنه ډیپلوماټان د نامطلوب اشخاصو په توګه اعلان کړل او ددې ډیپلوماټانو د ډیپورتولو پریکړه وکړه.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د روسیې د سفارت د درې تنو ډیپلوماټانو د ډیپورتولو د پریکړې نه وروسته د روسیې سفیر بهرنیو چارو وزارت ته رابللی او دا پریکړه يي هغه ته ابلاغ کړې ده .
په بیان کې راغلي دي چې نوموړو ۳ تنو روس ډیپلوماټانو په پولند کې د ډیپلوماتیکو اصولو او حدود نه سرغړونه او د پولنډ ضد فعالیتونه يي ترسره کړي دي.
همداشان په بیان کې راغلي دي چې پولنډ د امریکا لخوا د روسیې پر خلاف د نیولو نوو تصامیمو په مسئله کې د امریکا سره همغږې ده.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د روسیې لخوا پر امریکا د سایبري بریدونو او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د مداخلې د هڅې او فعالیتونو له امله د لسو تنو روس ډیپلوماټانو د ډیپورتولو په اړه د تصمیم د نیولو نه خبر ورکړی دی.
د ویلو ده چې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په میاشت کې یوې ډلې هکرانو د امریکا د خزانې، تجارت او عدلیې وزارت په ګډون د یو زیات شمیر فدرال اداراتو کمپیوټران يي هک کړي وو.
امریکا ددې سایبري بریدونو پړه پر روسیې اچولې وه. امریکا ویلي وو چې دا بریدونه روس هکرانو لخوا شوي دي.
د بله پلوه امریکايي چارواکیو تیره میاشت ادعاء کړې وه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په امریکا کې روس جاسوسانو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ د ګټولو لپاره د بعضو عملیاتو د ترسره کولو صلاحیت ورکړی وو. امریکايي مقاماتو پدې اړه بیا کوم دلیل او شواهد نه وو وړاندې کړي.
امریکا ویلي وو چې روسیې ته به خامخا ځواب ووايي. امریکا د روس ډیپلوماټانو د ډیپورتولو د تصمیم ترڅنګ پدې هیواد د نوو تحریمونو لګولو پریکړه هم کړې وه.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی