په امریکا کې د کارګو په یو مرکز خونړی وسله وال برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو د انډیاناپولیس په ښار کې  د فیډیکس په نامه د کارګو د یو شرکت په مرکز د برید سره قتل عام رامنځته شوی دی.

1622473
په امریکا کې د کارګو په یو مرکز خونړی وسله وال برید شوی

 

د انډیاناپولیس ښار پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د لومړنیو معلوماتو  له مخې پدې پيښه کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او برید کوونکي‌ هم ځان وژنه کړې ده. پدې پيښه کې ګن شمیر کسان ټپیان شوي‌ دي.

د انډیانا پولیس د ښار د پولیسو ویاند کوک خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د انډیاناپولیس د هوايي ډګر ترڅیرمه د فیډیکس په نامه د کارګو شرکت د مرکز ترڅنګ مو د وسله وال برید خبر ترلاسه کړ. برید کوونکي‌ د برید نه وروسته ځان وژلی دی. په سیمه کې هیڅډول خطر شتون نلري.

عیني‌ شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي‌ دي‌ یو تن برید کوونکي‌ چې په لاس کې ټوپک وو په شاوخوا ډزې وکړې.

دا پیښه د شپې د ۱۱ بجو نه وروسته رامنځته شوې ده .

دوو تنو عیني‌ شاهدانو ویلي  دي یو موټر يي ولید چې د دننه نه يي پر خلکو ډزې کیدې.

برید کوونکي‌ د نوموړي‌ مرکز په دننه او بهر کې پر کارکوونکو ډزې کړي‌ دي.

د فیډکس شرکت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي چې په ډیرې خواشینۍ سره چې ددوې په یو مرکز ډیره ستر غمیزه رامنځته شوې ده . په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې زمونږ ټول فکر او دعاګانې ددې پيښې د قربانیانو سره دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې پدې پيښه کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي. خو ځینو رسنیو بیا د ټپیانو شمیره لسګونو تنه ښودلې ده.

د برید لامل معلوم ندی. پولیسو د برید په اړه تحقیقات پيل کړي‌ دي.

 



اړوند خبرونه