روسیې امریکا ته خبرداری ورکړ

روسیې امریکا ته د کریمیا په مسئله کې د مداخلې د نه کولو په خاطر خبرداری ورکړ

1620234
روسیې امریکا ته خبرداری ورکړ

روسیې د کریمیا په مسئله کې امریکا متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي‌ ریابکوف د کریمیا په مسئله کې امریکا متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړ.

پداسې حال کې چې  اوکراین او روسیه په پولو کې سره ښکر په ښکر شوي‌ دي‌ امریکا متحده ایالتونو تورې بحیرې ته دوه جنګي‌ کښتۍ ولیږلې . امریکا غواړي‌ چې خپلې دا جنګي‌ کښتۍ په توره بحیره کې ځای په ځای کړي.

روسیې د امریکا ددې  ګام  نه د یو تحریک امیز اقدام  په توګه یادونه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل چې روسیه امریکا ته د کریمیا د خطرناکې مسئلې نه د ځان د لرې ساتلو په خاطر خبرداری ورکوي.

هغه وویل چې  د امریکا دا اقدام کیدای شي‌ چې ستونزې لا پسې ډیرې کړي.

هغه وویل چې روسیې د اوکراین په دونباس د اوسیدونکو نه تل دفاع کړې ده او ددېنه وروسته به هم دفاع کولو ته دوام ورکړي.


پيوندونه: #امریکا , #روسیه

اړوند خبرونه