د روژې د رارسیدو سره سم په فرانسه کې پر مسلمانانو او اسلام د بریدونو کچه لوړه شوې ده
د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو سره سم په فرانسه کې د مسلمانانو پر خلاف بریدونه او اسلام فوبیا کچه لوړه شوې ده
.
د فرانسې د رن په ښار کې د مسلمانانو د یو فرهنګي مرکز او جومات په دیوارونو د اسلام او مسلمانانو ضد شعارونو لیکولو د فرانسې د کورنیو چارو وزیر غبرګون هم پارولی دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې په فرانسه کې پر مسلمانانو او اسلام برید پر جمهوریت برید دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرار دارمنن د رن ښار نه د لیدنې پر مهال د مسلمانانو د فرهنګي مرکز نه چې په دیوارونو يي د اسلام او مسلمانانو ضد شعارونه لیکل شوي وو لیدنه وکړه.
هغه وویل چې دا عمل په اصل کې د عقیدې پر ازادۍ د نفرت نه ډک برید دی. مسلمانان هم پدې هیواد کې د نورو ټولو دینونو د پلویانو په څیر د عینې حق او حقوقو نه برښمند دي.
حکومت د هغوې د حقونو نه په دفاع مکلف دی.
هغه وویل چې په فرانسه کې پر اسلام او مسلمانانو برید پر جمهوریت برید دی.
د بله پلوه په فرانسه کې د اسلامي ټولنو شورا د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د روژې د مبارکې میاشتې د رانږدې کیدو سره سم پدې هیواد کې د مسلمانانو پر خلاف بریدونو څپه پیل شوې ده . یادې شوې شورا د ټولو مسلمانانو نه د دقت کولو غوښتنه کړې ده .
د ویلو ده چې د فرانسې دولت یو څه موده مخکې د یو قانون په تصویبولو سره پدې هیواد کې د هغه مسلمانانو پر خلاف چې ددوې په اند ددې هیواد ارزښتونو ته ګواښ مخامخ کړی دی مقابله وکړي.
دې قانون په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو سخت غبرګون پارولی دی. د بله پلوه د فرانسې مشرانو جرګې تیره اونۍ پدې قانون کې د یوې بلې مادې په اضافه کولو سره ددې ټول په ټولو تعلیمي اداراتو کې پر لمونځ کولو بندیز ولګول.