په میانمار کې د پوځ لخوا د ډیموکراسۍ پلوي مظاهره کوونکو وژنې دوام لري
په میانمار کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره د ۷۰۰ تنو نه واوښته
میانمار کې د کودتا پر خلاف مظاهرې دوام لري. پدې هیواد کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره د ۷۰۱ تنو نه واوښته.
په میانمار کې د سیاسي زندانیانو سره د مرستې ټولنې د ورځني راپور په خپرولو سره ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په میانمار کې په روانو مظاهرو کې څه باندې ۷۰ تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي چې پدې ډول د مړو شمیره ۷۰۱ تنو ته لوړه شوه.
په بیان کې راغلي دي چې د میانمار پوځ تیره ورخ د باګو په ښار کې پر مظاهره کوونکو خونړي بریدونه کړي چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د میانمار پوځ د ی۲۰۲۱ کال د فبروري په لومړۍ نیټه په ټولټاکنو کې د درغلیو ترسره کیدو په بهانه کودتا وکړه. پوځ د هیواد د منتخب حکومت مشران او سیاسي څیرې زنداني کړې.
ددینه وروسته د میانمار مشرې او د بهرنیو چارو وزیرې اونګ سان سو چي د زندان نه پر خلکو د کودتاچیانو پر خلاف د مقامت کولو او لارو او سړکانو ته د راوتلو غږ وکړ.
په میانمار کې د فبروري په شپږمه نیټه د کودتاچیانو پر خلاف سترې مظاهرې پيل شوې چې په نتیجه کې تر اوسه پورې ۷۰۱ تنه وژل شوي په زرګونو تنه ټپیان شوي او په زرګونو تنه د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.