په امریکا کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی

د امریکا د ټکساس ایالت په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی

1617759
په امریکا کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو د ټکساس ایالت  اړوند د بریان په ښار کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی دی.

د بریان د ښار پولیسو  مشر ایریک بوسک خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  یو تن وسله وال په یو سوداګریز مرکز برید کړی چې په نتیجه کې یو تن مړ او پنځه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې یو تن پولیس هم د برید کوونکي‌ سره په نښته کې سخت ټپي‌ شوی دی.

د بریان دن ښار پولیسو ویلي‌ دي‌ چې برید کوونکی نیول شوی دی. برید کوونکی د پيښې د ځای نه  ۴۸ کیلومتره لرې نیول شوی دی.

د ټکساس ایالت والي‌ ګریک ایبټ  د یو بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د نیول شوي‌ شکمن د محاکمې په مسئله کې به د خپل وس او توانه پورې مرسته وکړو. د ټپیانو نه د هم دوو تنو  روغتیايی حالت ښه ندی.



اړوند خبرونه