امریکا پر ایران د لګول شوو بعضو تحریمونو لرې کولو ته چمتوالی نیسي

امریکا متحده ایالتونه د ایران او پنځه جمع یو د ډلې ترمنځه د لاسلیک شوي‌ اټومي‌ تړون سره په ټکر کې پر ایران لګول شوو تحریمونو لرې کولو ته چمتوالی نیسي.

1617037
امریکا پر ایران د لګول شوو بعضو تحریمونو لرې کولو ته چمتوالی نیسي

 

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نیډ پرایس په ورځنۍ خبري‌ غونډه کې د امریکا سره د اټومي مذاکراتو او ویانا کې د امریکا او ایران ترمنځه د پيل شوو مذاکراتو په اړه پوښتنې ځواب کړې .

پرایس وویل چې امریکا د ایران سره په مذاکراتو کې  بیړه نلري او پدې ډیر ښه پوهیږي‌ چې دا مذاکرات یو ډیر ستونزمند بهیر دی. هغه وویل چې د ویانا په مذاکراتو کې به د امریکا ملي منافع په نظر کې ونیول شي او یوې نتیجې ته به ورسیږو.

پرایس زیاته کړه چې امریکا پر ایران د لګول شوو بعضو تحریمونو لرې کولو ته چمتوالی نیولی دی. د ایران سره د لاسلیک شوي‌ اټومي‌ تړون ته د بیرته راستنیدو په خاطر لازمو ګامونو اوچتولو ته په تیاریو پيل شوی دی. ددې تړون سره په ټکر کې ټول تحریمونه به لرې شي.

هغه ددې په اړه چې دم ګړۍ به کوم تحریمونه لرې شي‌ معلومات ورنکړل. هغه زیاته کړه دا تحریمونه به پدې شرط‌ لرې کړی شي‌ چې ایران هم د اټومي‌ تړون شرایط پر ځای کړي.



اړوند خبرونه