په اندونیزیا او ختیځ تیمور کې د سیلاونو له امله ۱۵۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په اندونیزیا او ګاونډي‌ هیواد ختیځ تیمور کې د سیلاونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

1615677
په اندونیزیا او ختیځ تیمور کې د سیلاونو له امله ۱۵۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په اندونیزیا او ختیځ تیمور کې د زورورو بارانونو د اورښت په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو  او مځکښویدونو له امله د مړو شمیره ۱۵۵ تنو ته لوړه شوه.

د اندونیزیا د ناورین ملي‌ ادارې د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي چې  په هیواد کې د وروستیو سیلاونو او مځکښویدونو په نتیجه کې   د ختیځ نوسا تنګره ایالت اړوند لیمباګا په ښار کې  ۶۷ تنو مړي، په ختیځ فلوریس کې د ۴۹ تنو مړي او په الور سیمه کې د ۱۲ تنو مړي‌ تر اوسه پورې موندل شوي‌ دي.

د سیلاونو او مځکښویدونو نه وروسته د لا درکه شوو ۷۲ تنو د موندولو په خاطر د پلټنې چارې او عملیات دوام لري.

د بله پلوه د اندونیزیا ګاونډي‌ هیواد د ختیځ تیمور په پلازمینه دیلي او شاوخوا ولایتونو کې د سیلاونو له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ختیځ تیمور هیواد کې تیره ورځ د راوتلو سیلاونو نه وروسته په زرګونو تنه چې د ګواښ لاندې قرار درلود تخلیه شوي‌ او خوندي‌ سیمو کې ځای په ځای شوي‌ دي.



اړوند خبرونه