په اندونیزیا کې داځل سیلاونو په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په اندونیزیا کې سیلاونو په سلګونو کورونو ته زیان اړولی
1614333
د اندونیزیا په ختیځ نوسا تنګره ایالت کې د ډیرو شدیدو باراونو د اورښت په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د یاد شوي ایالت ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې د فلوریس د ښار په ختیځو برخو کې د شدیدو بارانونو په نتیجه کې سیلاونه راوتل.
سیلاونو یو زیات سیمې ته جدي زیان اړولی دی. د ژغورنې ډلو تر د ۲۰ تنو مړي موندلي دي. همداشان ۹ تنه يي ټپي ژغورلي دي او د لا درکه شوو کسانو د موندولو په موخه پلټنې دوام لري.
سیلاونو په سلګونو کورونو ته زیان رسولی دی. په سیمه کې د ژغورنې او پلټنې عملیات دوام لري.
د بله پلوه د اندونیزیا د هوا پیژندنې ادارې په اچا، سوماترا او منځني جاوا ایالتونو سربیره په پلازمینه جاګارتا او یویاکارتا په سیمو کې د زورورو باراونو د اورښت اټکل کړی دی.