په میانمار کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره د ۵۵۰ تنو نه واوښته

میانمار کې د کودتا پر خلاف مظاهرې دوام لري. پدې هیواد کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره د ۵۵۰ تنو نه واوښته.

1614439
په میانمار کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره د ۵۵۰ تنو نه واوښته

 

په میانمار کې د سیاسي زندانیانو سره د مرستې ټولنې د ورځني راپور په خپرولو سره ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په میانمار کې په روانو مظاهرو کې ۷ تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۵۷ تنو ته لوړه شوه.

همداشان پدې موده کې ۲۶۵۸ تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي چې ۲۳۵ تنه تر نظارت لاندې نیول شوي دي.

د بانګون په ښار کې مظاهره کوونکو د پاسکالیا له امله د هګیو سره مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو ښار د یو شمیر سړکانو په غاړه کې پر هګیو شعارونه لیکلي دي او ځای په ځای کړي دي.

مظاهره کوونکو میانمار فدرالي پوځ ته اړتیا لري کودتاچي پوځ ته نه په څیر شعارونه لیکلي دي.

د بله پلوه د مګوې، ماندالیا او باګو په څیر په سیمو کې مظاهره کوونکو ستر لاریونونه کړي دي.

د میانمار پوځ د ی۲۰۲۱ کال د فبروري په لومړۍ نیټه په ټولټاکنو کې د درغلیو ترسره کیدو په بهانه کودتا وکړه. پوځ د هیواد د منتخب حکومت مشران او سیاسي څیرې زنداني کړې.

ددینه وروسته د میانمار مشرې او د بهرنیو چارو وزیرې اونګ سان سو چي د زندان نه پر خلکو د کودتاچیانو پر خلاف د مقامت کولو او لارو او سړکانو ته د راوتلو غږ وکړ.

په میانمار کې د فبروري په شپږمه نیټه د کودتاچیانو پر خلاف سترې مظاهرې پيل شوې چې په نتیجه کې تر اوسه پورې ۵۵۷ تنه وژل شوي په زرګونو تنه ټپیان شوي او په زرګونو تنه د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.


پيوندونه: #مظاهرې , #میانمار

اړوند خبرونه