امریکا متحده ایالتونو د جزا د نړۍوالې محکمې په پرسونل لګولي تحریمونه لرې کړل.
امریکا متحده ایالتونو د جزا د نړۍوالې محکمې په پرسونل لګولي تحریمونه لرې کړل.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د پخواني ولسمشر ډونلد ټرمپ لخوا د جزا د نړۍوالې محکمې پر پوسونل د لګول شوو تحریمونو نه په امریکا کې د مال او دارايي د کنګلولو او امریکا ته ممنوع الخدولۍ په څیرې ځیني تحریمونه د اجرایوي فرمان په لاسلیکولو سره لرې کړل.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو پخواني ولسمشر دونلد ټرمپ د جزا د نړۍوالې محکمې لخوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ترسره شوو جنګي جنایتونو د څیړولو په خاطر لوی څارنوالې فاتو بینسودا ته د تحقیقاتو د ترسره د اجازې او صلاحیت ورکولو له امله د بینسودا او ځینو نورو مقاماتو تحریمونه ولګول.
د ټرمپ د دورې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي وو چې امریکا به د جزا د نړۍوالې محکمې د څارنوالۍ او نورو چارواکیو نه ملاتړ کوونکو باندې هم بندیزونه ولګوي.
دې مسئلې د بعضو برخو سخت غبرګونونه پارولي وو.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی