د امریکا په  ماریلنډ کې په  وسله وال برید کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په امریکا کې په وسله وال برید کې ۳ تنه وژل شوي دي

1614342
د امریکا په  ماریلنډ کې په  وسله وال برید کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 

د ماریلنډ ایالت پولیسو خبري رسنوی ته ویلي دي چې دا پيښه د پرنس جورج په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

پولیسو د ګزمې پر مهال د پرنس جورج په ولسوالۍ کې د ډزو غږونه واورید. کله چې سیمې ته ورسیدل درې تنه يي ویشتل شوي وموندل.

نوموړي درې تنه چې ډیر سخت ټپیان ول په روغتون کې ساه ورکړه. پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي د پیښې د سیمې نه په تښتیدو بریالی شوی دی.

د برید کوونکي د نیولو په خاطر عملیات پيل شوي دي.

د ویلو ده چې تیره ورځ د امریکا د شمالي کارولینا په ایالت کې هم په یو کور کې په پارټۍ وسله وال برید شوی وو چې په نتیجه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۴ تنه نور ټپیان شوي وو.



اړوند خبرونه