۲۲ تنه هندي سرتیري مړه او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي

ماویست جنګیالیو په لسګونو تنو هندي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

1614377
۲۲ تنه هندي سرتیري مړه او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي

۲۲ تنه هندي سرتیري مړه او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هندوستان د چاتیسګړ د ایالت د پولیسو مشر آشوک جونجا فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې ماویستو ترهګرو د چاتیسګړ ایالت د بیجاپور سیمې ته نږدې په یو ځنګل کې پر هندي ځواکونو د عملیاتو نه د راستنیدو پر مهال خونړی برید کړی دی چې په نتیجه کې ۲۲ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۳۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې دې سرتیرو د ترهګرو د کمین په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ددې پيښې لا زیات جزیات ندي وړاندې کړي.



اړوند خبرونه