په امریکا کې په وسله وال برید کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د امریکا متحده ایالتونو د شمالي کارولینا په ایالت کې په وسله وال برید کې ۳ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

1614011
په امریکا کې په وسله وال برید کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 

د شمالي کارولینا ایالت پولیسو ویلي دي چې د ویلمینګ ټاون په ښار کې په یو کور وسله وال برید شوی دی

پولیسو ویلي دي چې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د وسله وال برید په اړه راپور ترلاسه کړ او کله چې د پیښې سیمې ته ورسیدل څو تنه يي په ډزو ویشتل شوي ولیدل.

۳ تنو د پیښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړی وو او ۴ تنه نور په روغتون کې د تداوۍ لاندې نیول شوي دي.

برید کوونکي د برید نه وروسته د پيښې د ځای نه فرار کړی دی. پولیسو ویلي دي چې تر اوسه پورې د پيښې په تړاو څوک ندي نیولي.

د برید په اړه څیړنې پيل شوي دي. د ټپیانو روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه