په امریکا کې یو تن خپل موټر د کانګرس د ودانۍ په مخکې پر پولیسو ځغلولی دی
د امریکا د کانګرس د ودانۍ په مخکې پر پولیسو د موټر سره برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس د ودانۍ په مخکې پر پولیسو د موټر سره برید شوی دی.
یو تن برید کوونکي خپل موټر د کانګرس د ودانۍ په مخکې پر ولاړو پولیسو وځغلو.
برید کوونکی وروسته د چړې سره د موټر نه راښکته شو چې د پولیسو لخوا په ډزو وویشتل شو.
برید کوونکی د پولیسو لخوا ټپي نیول شوی وو چې وروسته يي په روغتون کې ساه ورکړه.
د امریکا د کانګرس پولیسو د بهرني ګواښ له امله کانګرس ټولې دخلولي او خروجي دروازې وتړلې. همداشان د کانګرس د ودانۍ په شاوخوا کې د امنیتي تدابیر تر ټولو لوړې کچې ته ورسول شول.
همداشان د امریکا د کانګرس پولیسو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د انډپنډنس جادې نه کانګرس ته د غځیدلي سړک نه یو موټر په ډیر سرعت سره ځان د کانګرس د ودانۍ د موانعو سره جنګولی دی.
همداشان دې موټر دوه تنه پولیس هم لاندې کړي دي. شکمن کس د پولیسو لخوا ټپي نیول شوی دی.
ټپي شوي پولیس هم په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي. د ټپي شوو پولیسو نه هم یو تن په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان ټپي هم روغتون ته انتقال شوی دی.
د پیښې نه سمدلاسه وروسته د پولیسو چورلکې د کانګرس په ودانۍ کې ناسته وکړه.
عینې شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکي د کانګرس د ودانۍ په مخکې د موانعو سره د جنګیدو او پولیسو د لاندې کولو نه وروسته په لاس کې د چړې سره د موټر نه راښکته شو چې د نورو پولیسو لخوا وویشتل شو.
د امریکا د ان بي سي تلویزیون د امنیتي سرچینو له قوله ویلي دي چې برید کوونکي په روغتون کې ساه ورکړې ده .
دا لا معلومه نده چې دا یو ترهګریز برید وو او که تصادفي پیښه وه.
پولیسو د پيښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي. همداشان ددې پيښې نه وروسته په کانګرس کې ټولې غونډې او جلسې وځنډول شوې.
د بله پلوه د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي دي چې ددې پيښې پر مهال ولسمشر جو بایدن د سپینې ماڼۍ نه بهر په کمپ دیوید کې وو. هغه په خوندي ځای کې دی.