امریکا : دا یو تاریخي حقیقت دی چې لویدیځه تراړه ، غزه او ګولان تپې د اسرائیلو تر اشغال لاندې دي

امریکا د اسرائیل لخوا د لویدیځې تراړې او غزې د اشغال مسئله تایید کړه

1613419
امریکا : دا یو تاریخي حقیقت دی چې لویدیځه تراړه ، غزه او ګولان تپې د اسرائیلو تر اشغال لاندې دي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وویل چې دا یو تاریخي حقیقت دی چې اسرائیل د ۱۹۶۷ کال د جګړې نه وروسته لویدیځه تراړه، غزه او ګولان تپې اشغال کړي دي.

پرایس په خبري غونډه کې په  ځانګړې توګه د لویدیځې تراړې د موقف په اړه د امریکا د دریځ اړوند پوښتنې ځواب کړې.

پرایس د امریکا لخوا خپور شوي د ۲۰۲۰ کال د بشري حقونو په راپور کې د اسرائیل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، دا یو تاریخي حقیقت دی چې اسرائیل د ۱۹۶۷ جګړې نه وروسته لویدیځې تراړې نه وروسته غزه او ګولان ټپې اشغال کړې. د همدې امله دې مسئلې ته په راپور کړې هم ځای ورکړ شوی دی. هغه وویل چې د امریکا د تیرو حکومتونو سره پدې اړه ګډ دریځ لرو. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې ایا ستاسې په اند لویدیځه تراړه تر اشغال لاندې قرار لري ؟ وویل ، هو، لویدیځه تراړه تر اشغال لاندې ده.

هغه د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې ، لکه څرنګه چې امریکا حکومت وايي چې لویدیځه تراړه تر اشغال لاندې ده پس ولې هر څه ژر ددې اشغال د پایته رسولو غوښتنه نکوي، د اسرائیل نه دا اشغال پایته ورسوۍ غوښتنه ولې نکوي؟ وویل، امریکا د همدې امله په سیمه کې د دوو مستقلو دولتونو غوښتنه کوي. د دوو دولتونو په حل لارې تینګار کوي.

دواړه خواوې باید د دوو دولتونو حل لارې مسئلې ته د زیان رسوونکو اقداماتو نه باید ډډه وکړي.

همداشان هغه وویل چې اسرائیل باید په لویدیځه تراړه کې د نوو ښارګوټو او کورونو د جوړولو نه ډډه وکړي ځکه چې دا ډول اقدامات د دوو دولتونو حل لارې ته زیان رسوي.

د ویلو ده چې په امریکا کې د ټرمپ حکومت تیر کال په خپور کړي د بشري حقونو په راپور کې د اسرائیل په برخه کې د لویدیځې تراړې او غزې لپاره د اشغال لاندې کلمه له منځه وړې وه او پر ځای اسرائیل – لویديځه تراړه او غزه کلمې کارولې. د بایدن حکومت هم د عنوان د ټرمپ د حکومت په څیر عینې کارولې دی خو په متن کې د لویدیځې تراړې نه د اشغال لاندې د سیمې په توګه یادونه کړې ده .



اړوند خبرونه