په امریکا کې دوه جلا جلا وسله وال بریدونه شوي
په امریکا متحده ایالتونو کې په دوو جلا جلا وسله والو بریدونو کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د امریکا د کالیفورنیا ایالت اړوند د اورنج په ښار کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د اورنج د ښار پولیسو ویلي دي چې پدې پيښه کې د وژل شوو ۴ تنو نه یو تن ماشوم دی.
همداشان په واشنګټن ښار کې هم د مترو د یو تم ځای ترڅنګ په وسله وال برید کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اورنج د ښار پولیسو ویلي دي چې په یو سوداګریز مرکز کې د وسله وال برید په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته سیمې ته د رسیدو سره ۵ تنه ولیدل چې ویشتل شوي وو.
پولیسو ویلي دي چې د یو تن ماشوم په ګډون ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او یو تن بل ټپي وو.
همداشان برید کوونکی هم د پولیسو لخوا ویشتل شوی او ټپي نیول شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې د برید لامل او انګیزه معلومه نده . د پیښې په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.
د بله پلوه د امریکا د واشنګټن د ښار په سویل ختیځ کې د میترو د یو تم ځای ترڅنګ د وسله وال برید نه خبر ورکړ شوی دی.
د واشنګټن پولیسو ویلي دي چې د میترو د کانګرس هایټس تم ځای ته نږدې وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې ۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ددې پیښې د برید کوونکي په اړه څه ندي ویلي.
پولیسو ویلي دي چې د برید په تړاو يي تحقیقات پيل کړي دي.