په اندونیزیا کې ډیره ستره چاودنه شوې
د اندونیزیا د تیلو تر ټولو په ستره ذخیره کې درنده چاودنه شوې
1610157
د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې ډیره ستره چاودنه رامنځته شوې ده.
د اندونیزیا د مقاماتو په وینا دا چاودنه د پلازمینې جاګارتا د بالون ګا د تیلو په ستر چاڼځای او ذخیره کې رامنځته شوې ده .
ویل کیږي دا چاودنه د هیواد د تیلو تر ټولو په ستر چاڼځای او ذخیره کې رامنځته شوې ده. چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي څو کیلومتره لرې سیمو کې اوریدل شوی دی.
د تیلو پدې چاڼځای کې د ورځې ۱۲۵ زره بیلره تیل تولیدیږي. د چاودنې لامل او ځاني زیانونو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.
د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې هم په اندونیزیا کې ستره چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې ګن شمیر کسان ټپیان شوي وو.