په اندونیزیا کې د یوې کلیسا په مخکې ځانمرګی برید وشو.

په اندونیزیا کې ځانمرګی برید شوی

1609746
په اندونیزیا کې د یوې کلیسا په مخکې ځانمرګی برید وشو.

 

د اندونیزیا پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  سواسي ایالت د مکاسار په ښار کې د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا په مخکې دنده چاودنه شوې ده .

ویل کیږي دا چاودنه د ایسټر مقدس اونۍ په لومړۍ ورځ رامنځته شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

د اندونیزیا د سلواسي د سیمې د پولیسو ویاند ای زولپان رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د پيښې په ځای کې د یو تن د بدن ټوټې او پارچې موندلي دي خو دا لا معلومه نده چې د بدن دا ټوټې د برید کوونکي دي او که د بل کوم کس.

د بله پلوه د کلیسا راهب خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکي د موټرسایکل سره کلیسا ته د ننوتو هڅه کوله خو د امنیتي ساتونکو لخوا درول شوی دی.

وروسته چاودنه رامنځته شوه چې په نتیجه کې لږ تر لږه لس تنه ټپيان شوي دي.

ویل کیږي د چاودنې پر مهال د کلیسا په منځ کې په لسګونو تنه په عبادت بوخت ول.

چاودنه د مسیحیانو د یوې سپڅلې اونۍ په لومړۍ ورځ رامنځته شوې ده.

د ویلو ده چې د مکاسار د اندونیزیا تر ټولو لوی ښار دی. همداشان دا ښار د دې هیواد د مذهبي جوړښت نمونه د مثال دی.

پدې هیواد کې چې ډیری وګړي مسلمانان دي مسیحي لږه کۍ هم پکې ژوند کوي.



اړوند خبرونه