مرکل : د ترکیې سره په هره کچه تماسونو ته اړتیا لرو

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل وویل چې د ترکیې سره په منظم ډول سره په هره کچه تماسونو ته اړتیا لرو.

1609335
مرکل : د ترکیې سره په هره کچه تماسونو ته اړتیا لرو

 

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل د اروپايي ټولنې د مشرانو په سرمشریزه کې د ویدیو کنفرانس له لارې د ګډون نه وروسته خبري غونډې ته څرګندونې وکړې.

هغې وویل چې د اروپايي ټولنې د مشرانو په سرمشریزه کې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو بحث او خبرې وکړې.

مرکل وویل چې د اروپا د کمیسیون او اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاستونو عالي استازي سرمشریزې ته په وړاندې کړي راپور کې د ترکیې سره په هر اړخیزو اړیکو ټینګار کړی وو چې دا یو ډير مهم او ښه ګام دی. هغې وویل چې تیر کال په ختیځه مدیترانه کې تاوتریخوالی د ټولو لخوا څارل کیده خو دا چې دا تاوتریخوالی او جنجال ختم شوی او کم شوی دی ددې له امله منندوی یم.

مرکل وویل چې د یو پلو نه ددې پرمختګونو له امله ډیر خوښ یو خو د بله پلوه د ترکیې په کورني سیاست کې د بعضو پرمختګونو په اړه اندیښمن یو. خو ددې ټولو اختلاف د نظر سره سره چپتیا زمونږ ستونزې نه حل کوي. د همدې امله د ترکیې سره په هره برخه کې په لوړه کچه تماسونو ته اړتیا لرو.

هغې وویل چې پدې تماسونو کې باید د ګډ اختلاف د نظر نه نیولې په هره مسئله باید خبرې وکړو.



اړوند خبرونه