شمالي کوریا د یو ستر اوږد واټنه توغندي په ازمایلو سره امریکا ته میدان وډبو.
شمالي کوریا یو ځل بیا یو منځ واټنه توغندی وازمایه
شمالي کوریا تیره ورځ د امریکا د ولسمشر جو بایدن لخوا د لومړني خبري کنفرانس پر مهال یو ډیر ستر اوږد واټنه توغندی وازمایه.
شمالي د نوموړي ازمایښت تصویرونه او فلمونه نن خپاره کړل. شمالي کوریا ویلي دي چې د ۶۰۰ کیلومتره په واټن او د دوه نیم ټنه سرګلولې انتقالوونکی توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.
د نړۍ خبري اژانسونو تیره ورځ د نوموړي توغندي د ازمایښت په اړه خبرونه نشر کړي وو.
شمالي کوریا بیا تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې په رسمي ډول د توغندي د ازمایښت نه خبر ورکړ.
شمالي کوریا تیره شپه بیا ددې ازمایښت تصویرونه او فلمونه خپاره کړل.
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس ویلي دي چې دا توغندی یو پرمختللی توغندی دی.
ویل کیږي دا توغندی د جاپان سمندر پر لورې توغولی دی. توغندي خپل هدف په ۶۰۰ کیلومترۍ کې په ډیر بریالیتوب سره له منځه وړی دی.
د ویلو ده چې د ازمایښت پر مهال د شمالي کوریا د ولسمشر عسکونه ندي خپاره شوي .
شمالي کوریا ویلي دي چې دا توغندی به ددوې پوځي طاقت لا پسې قوي او پياوړی کړي.
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا لخوا د توغندي ازمایښت په کلکه توګه غندلی دی.
بایدن د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته شمالي کوریا د لومړي ځل لپاره توغندی وازمایه.