په ټایوان کې دوه جنګي جیټ الوتکو سقوط وکړ

په ټایوان کې دوو جنګي جیټ الوتکو  په هوا کې د یو بل سره د جنګیدو په نتیجه کې سقوط وکړ

1606335
په ټایوان کې دوه جنګي جیټ الوتکو سقوط وکړ

 

د ټایوان هوايي ځواکونو د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ددوې دوه  ( اف ۵ اي ) ډوله جنګي جیټ الوتکو د روزنیز ماموریت پر مهال په هوا کې د ټکر نه وروسته سمندر ته غورځیدلي دي.

په بیان کې راغلي دي چې په دواړو الوتکو کې یواځې یو  یو تن پيلوټ شتون درلود.

د الوتکو د غورځیدو نه وروسته د پيلوټانو د موندولو په خاطر عملیات شوي دي چې په نتیجه کې د یو تن پیلوټ مړی موندل شوی او د بل پيلوټ د مړي د موندولو په خاطر پلټنې عملیات دوام لري.

په بیان کې راغلي دي چې ددې پیښې نه وروسته ټولو اف ۵ اي ډوله جنګي الوتکو پروازونه او ماموریتونه ځنډول شوي دي.

د ویلو ده چې په تیرو ۶ میاشتو کې په ټایوان کې دریمه هوايي پیښه ده چې رامنځته کیږي.

په ټایوان کې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په میاشت کې هم یوې  اف ۵ اي ډوله جیټ الوتکې سقوط کړی وو چې په نتیجه کې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی وو. همداشان لنډه موده وروسته پدې هیواد کې یوې اف ۱۶ جنګي الوتکې سقوط وکړ او پيلوټ يي ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان د تیر کال د جنوري په میاشت کې هم د ټایوان یوې پوځي چورلکې سقوط کړی وو چې په نتیجه کې د یو لوړپوړي پوځي چارواکي په ګډون ۸ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه