په امریکا کې په یو سوپر مارکیټ خونړی وسله وال برید شوی

د امریکا د کلراډو په ایالت کې په یو سوپر مارکیټ خونړی برید شوی

1606325
په امریکا کې په یو سوپر مارکیټ خونړی وسله وال برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو د کلراډو په ایالت کې په یو سوپر مارکیټ خونړی وسله وال برید شوی دی.

د کلراډو پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن برید کوونکي د بولډر په ښار کې په یو سوپر مارکیټ وسله وال برید کړی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان  ددې پيښې د قربانیانو نه یو تن يي پولیس دی.

برید کوونکی هم د پولیسو لخوا ټپي نیول شوی دی. برید کوونکی په روغتون کې درملنې لاندې قرار لري.

د برید لامل معلوم ندی او پولیسو د برید په اړه د تحقیقاتو د پيلولو نه خبر ورکړی دی.

پولیسو د برید کوونکي د هویت په اړه هم څه ندي ویلي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ددې برید په اړه ولسمشر جو بایدن ته ورکړ شوي دي.



اړوند خبرونه