د روهینګیايي مسلمانانو په کمپ کې ډیره ستره اورلګیدنه رامنځته شوې

په بنګلادیش کې د روهینګیايي کډوالو په کمپ کې ډیره ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

1606358
د روهینګیايي مسلمانانو په کمپ کې ډیره ستره اورلګیدنه رامنځته شوې

په بنګلادیش کې د روهینګیايي کډوالو په کمپ کې ډیره ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

د ځايي مقاماتو او اور وژنې د ډلو په وینا پدې اورلګیدنه کې نږدې ۵۰۰۰۰ زره تنه کډوالو نورو سیمو ته کډې کولو ته اړ شوي او ۷ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې د میانمار نږدې یو میلیون تنه روهینګیايي مسلمانان په ۲۰۱۷ کال کې د پوځ او بودست مذهبي تند لارو د ظلمونو او عام وژنو په نتیجه کې هیواد پریښودو ته اړ او بنګلادیش ته يي پناه راوړه.

نوموړي روهینګیایي مسلمانان په بنګلادیش کې د کډوالو په کمپونو کې په یو ناڅرګند حالت او ډیر بد حالت کې ژوند ته دوام ورکوي.

د ویلو ده چې دا په تیرو څلورو ورځو کې د روهینګیايي مسلمانانو په کمپونو کې رامنځته شوې څلورمه اورلګیدنه ده.

مرستندویه سازمانونو ویلي دي چې اورلګیدنې د کډوالو سرپناه ګانو ته زیان رسولی او ډیری سرپناه ګانې چې د خیمو او یا څپرو نه جوړ شوي دي سوځیدلي دي.

پدې پیښه کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې دوو تنه يي ماشومان او یوه ښځه  او ۴ تنه ځوانان دي.

ویل کیږي دا د کډوالو په کمپونو کې رامنځته شوې تر ټولو ستره اورلګیدنه ده چې د ګمان کیږي د ۱۵۰۰ نه تر ۲۰۰۰ پورې سرپناه ګانې سوځولي وو.



اړوند خبرونه