بلغاریا د دوو تنو روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه

بلغاریا د روسیې دوه ډیپلوماټان د نامطلوب اشخاصو په توګه اعلان کړل.

1606419
بلغاریا د دوو تنو روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه

 

د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په بلغاریا کې د روسیې دوه تنه ډیپلوماټان د نامطلوب اشخاصو په توګه اعلان او د ډیپورت کولو پریکړه کړې ده .

په بیان کې راغلي دي چې نوموړو دوو تنو ډیپلوماټانو ته د بلغاریا د خاورې نه د وتو په خاطر ۷۲ ساعته مهلت ورکړ شوی دی.

پدې اړه په پلازمینه سوفیا کې د روسیې سفارت ته یاداشت ورکړ شوی دی.

په بیان کې راغلي دي چې نوموړو دوه تنه روس ډیپلوماټان د ویانا تړون او نړۍوالو ډیپلوماتیکو اصولو پر خلاف چلند کړی دی.

د بلغاریا لوی څارنوالۍ بهرنیو چارو وزارت ته په استولي راپور کې ویلي دي چې نوموړو دوو تنو روس ډیپلوماټانو د ویانا د تړون او نړۍوالو ډیپلوماتیکو اړیکو پر خلاف فعالیتونه ترسره کړي دي.

همداشان د بلغاریا لوی څارنوالۍ د مارچ په ۱۹ مه نیټه  خبري غونډې ته ویلي وو چې یوه ۶ کسیزه شبکه چې  د بلغاریا د پارلمان د محرمو اسناد په ارشیف کې دنده درلوده  او د بلغاریا د دفاع وزارت  او  پوځي استخباراتو پټ اسناد  يي د پیسو په بدل کې د روسیې سفارت سره شریکول تثبت او نیول شوي دي.

د ویلو ده چې  بلغاریا په تیرو دوه نیمو کلونو کې د نوموړو دوو تنو روس ډیپلوماټانو سره بلغاریا جمعآ ۷ تنه روس ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور ډیپورت کړي دي.



اړوند خبرونه