په میانمار کې د کودتاچي نظام مخالفین غواړي چې وسله وال مقامت باندې لاس پورې کړي

په میانمار کې د کودتاچي نظام پر خلاف د وسله وال مقامت لپاره چمتوالی نیول شوی دی

1605965
په میانمار کې د کودتاچي نظام مخالفین غواړي چې وسله وال مقامت باندې لاس پورې کړي

په میانمار کې د پوځي کودتا مخالفو او   پوځي حکومت په رسمیت نه پیژندونکو سیاستوالو د کودتا پر خلاف د مظاهره کوونکو نه د دفاع په خاطر د خلکو د پوځ د جوړولو په چارو پيل کړی دی.

په میانمار کې د کودتا مخالفو د پارلمان د وکیلانو نه د ملکي حکومت د بیرته راوستو په خاطر جوړه شوې د ملي مجلس د استازو کمیټې د غړیو نه زیم مار اونګ  د نو خبر سره په کې ویلي دي چې د میانمار ملکي وګړي او خلک د کودتاچي رژیم نه د ژغورلو په خاطر يي د یو ملي وسله وال پوځ د جوړولو په موخه يي په هیواد کې د قومي وسله والو ډلو سره لیدنه کړې ده .

هغه وویل چې ۸۰ سلنه هدف ته رسیدلي دي او د پاتو ډلو سره هم لیدنې کتنې دوام لري.

هغه وویل چې د قومي وسله والو ډلو ترڅنګ د کودتامخالفو سیاسي ګوندونو او مظاهره کوونکو د استازو سره هم پدې اړه سلا مشورې کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د موجود کودتاچي رژیم پر خلاف په ګډه د حرکت کولو په مسئلې خبرې کوو. تر اوسه پورې مو ډیر مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې په هیواد کې قومي وسله والو ډلو ته اوس څوک د ترهګرو ډلو په سترګه نه ګوري. همداشان هغه د ټولو هغه قومي ډلو نه چې تر ننه پورې د کودتا پر خلاف غږ اوچت کړی او پدې مبارزه کې ونډه اخیستې ده د زړه له کومې مننه وکړه.

همداشان هغه وویل چې پوره باور لري چې د میانمار پوځ په منځ کې هم د کودتاچي نظام پر خلاف او د خبلو هیوادوالو پر لورې د ټوپک د میلې د تاولو نه ناراحته یو زیات شمیر عسکر شتون لري. د هغوې نه زمونږ غوښتنه د کودتاچي پوځ پر خلاف اقدام کول دي.

د بله پلوه په میانمار کې د روانو مظاهرو د انسجام د چارو مسئول کیرین خین هم خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کودتا پر خلاف د حل یواځنۍ لار وسله وال مقامت دی. د مارچ ۲۷ مه نیټه د وسله والو ځواکونو ورځ ده چې دا ورځ به میانمار د خلکو لپاره د مقامت په برخه کې یو نوی پيل وي.



اړوند خبرونه