په امریکا متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۵۲۰ زرو تنو نه واوښته.
په امریکا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۷ زره ۲۶۵ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
1596124
په امریکا متحده ایالتونو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د ۱۹۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره د ۵۲۰ زرو تنو نه واوښته.
د جان هاپکینس پوهنتون د شمیرو له مخې په امریکا کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۶۷ زره ۲۶۵ نوو پيښو د ثبتیدو سره د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۸ میلیونه ۸۲۸ زره او ۲۹۲ ته لوړه شوه.
همداشان په امریکا کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۲۰ زره او ۳۸۷ تنو ته لوړه شوه.
د نوموړي پوهنتون د شمیرو له مخې په امریکا کې د کالیفورونیا ایالت د ۳ میلیونه ۵۸۷ زره مثبتو پيښو سره د کرونا ویروس د مثبتو پيښو له پلوه په لومړي کتار کې ځای لري. همداشان تکزاس بیا په دویم او فلوریدا ایالت په دریم کتار ځای نیولی دی.