د امریکا متحده ایالتونو پر کانګرس د دویم ځل لپاره د برید په اړه اندیښنې شتون لري.
د امریکا په کانګرس کې د دویم ځل لپاره د برید احتمال
دا خبره د کانګرس د پولیسو مشر کړې ده . د کانګرس د امنیت د مسئولو پولیسو مشر ویلي دي چې داسې استخبارات ترلاسه شوي دي چې یوه ملیشه ډله د کانګرس پر ودانۍ د برید پلان لري. د همدې امله يي د کانګرس د ودانۍ امنیتي تدابیرو کچه لوړه کړې ده .
هغه ویلي دي چې پر کانګرس د دویم برید د احتمال د اندیښنو او تدابیرو له امله په کانګرس کې جوړیدونکې یوه غونډه لغوه شوه.
د کانګرس د امنیت مسئول د پولیسو مشر ویلي دي چې د پخواني ولسمشر ټرمپ د افراطي پلویانو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې ټرمپ به واک ته ورسیږي په اړه پيغامونو خپرولو اندیښنې پارولي دي.
د همدې امله د کانګرس د ودانۍ په شاوخوا کې د امنیتي تدابیرو کچه د پام وړ لوړه کړې ده.
د امنیتي ځواکونو شمیره ډیره شوې ده . هغه ویلي دي چې د جنوري په شپږمه د کانګرس پر ودانۍ د برید نه وروسته په سیمه کې د ځای په ځای شوو ملي ګارد ځواکونو نه ۶ زره تنه اوس هم په سیمه کې خپلې دندې ته دوام ورکوي.
د همدې امله پولیس او ملي ګارد ځواکونه پر کانګرس د هر ډول برید د تشبث مخه په ډیره اسانه توګه نیولی شي.
خو ددې سره سره تدابیر باید د لاسه ورنکړو. د بله پلوه د امریکا د مشرانو په جرګه کې د کانګرس د برید په اړه د روانو تحقیقاتو په ترڅ کې یوه ډیره مهم ادعاء شوې ده .
ویل کیږي د امریکا د دفاع وزارت پر کانګرس د برید پر مهال سیمې ته د ملي ګارد ځواکونو د استولو په برخه کې ځنډ کړی دی.
دا ادعاء د واشنګټن د ملي ګارد ځواکونو قومندان تورن جنرال ویلیم والکر کړې ده.
هغه ویلي دي د پیښې پر ورځ د کانګرس د امنیت مسئولو پولیسو ددوې نه د مرستې غوښتنه وکړه او دوی پنټاګون ته خبر ورکړ خو د پنټاګون لخوا ورته د څه باندې ۲ ساعتونو په موده کې هیڅ ځواب ورنکړ شو.
هغه ویلي دي چې د پنټاګون لخوا ورته د اجازې د ورکولو نه وروسته په ۱۸ دقیقو کې د پیښې سیمې ته ورسیدل.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.