په بولیویا کې ټرافیکي پيښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د سویلي امریکا په بولیویا هیواد کې په یوې ټرافیکي پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1594142
په بولیویا کې ټرافیکي پيښه کې  په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 

د بولیویا د رسنیو د خبر له مخې د هیواد په منځنیو برخو کې د کوچابامبا د ښار نه د  سانتا کروز ښار پر لورې روان  یو مساپر وړونکی بس موټر د کالومي په کلي کې د سړک نه لاندې درې ته غورځیدلی دی.

ویل کیږي پدې پيښه کې لږ تر لږه ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي پدې پیښه کې د ټپیانو نه یو تن د ۲۰۱۶ کال د نوامبر په ۲۹ مه نيټه په کولمبیا کې د سقوط شوې الوتکې نه ژوندې ژغورل شوی اروین تومیري دی.

ویل کیږي پدې پيښه کې د ۸۱ تنو مساپرو نه ۵ تنه ژوندي ژغورل شوي وو.



اړوند خبرونه