د امریکا د کانګرس غړې د قاشقچي د جنایت له امله د سعودي په شهزاده د بندیز لګولو غوښتنه وکړه

د امریکا د کانګرس غړې د قاشقچي د جنایت له امله د سعودي عربستان پر ولیعهد شهزاده د بندیزونو لګولو په خاطر کانګرس ته د قانون طرحه وړاندې کړه

1594204
د امریکا د کانګرس غړې د قاشقچي د جنایت له امله د سعودي په شهزاده د بندیز لګولو غوښتنه وکړه

د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند غړې الهان عمر د سعودي عربستان پر ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د سعودي منتقد ژورنالست جمال قاشقچي  د جنایت له امله د بندیز لګولو په خاطر کانګرس ته د قانون طرحه وړاندې کړه.

الهان عمر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د سعودي عربستان پر ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د بندیزونو لګول په اصل کې  بشري مسئولیت او امتحان دی.

هغې ویلي دي " که چیرې امریکا په واقعیت سره د وینا ازادۍ، ډیموکراسۍ او بشري حقونو نه ملاتړ کوي ، د سعودي عربستان په ولیعهد شهزاده باندې د بندیزونو د نه لګولو په خاطر هیڅډول کوم دلیل شتون نلري. زمونږ استخباراتو په امریکا کې میشت جمال قاشقچي د جنایت په اړه په اړخیزه توګه تحقیقات کړي او دا نتیجه يي ترلاسه کړې ده چې دا جنایت د محمد بن سلمان په امر شوی دی. د همدې امله په هغه باید تحریمونه ولګول شي.

پر محمد بن سلمان د بندیز نه لګولو هر شیبه په اصل کې د امریکا د ګټو، بشري حقونو او تهدید لاندې د سعودي عربستان د مخالفینو لپاره جزا ده. سعودي عربستان هم د روسیې او ایران په څیر د هغه هیوادونو په کتار کې ځای لري چې د شدت او تاوتریخوالي نه کار اخلي."

عمر زیاته کړې ده چې امریکا باید د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده ته هیڅډول امتیاز قایل نشي او د هغه پر وړاندې باید بل ډول چلند ونشي. هیڅوک باید د جنایت د ترسره کولو نه وروسته بې جزا پاتې نشي. د یو نړۍوال سوپر طاقت په توګه باید د خپلو ارزښتونو سره سم چلند او حرکت وکړو.

د ویلو ده چې د امریکا استخباراتو د تیرې جمعې په ورځ د قاشقچي د جنایت په اړه د راپور په خپرولو سره وویل چې قاشقچي د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده په امر وژل شوی دی. ټولو تمه درلوده چې د بایدن حکومت به د سعودي د شهزاده پر وړاندې خامخا یو ګام اوچت کړي خو د بایدن حکومت بیا د ولیعهد شهزاده پر خلاف د هر ډول اقدام او یا بندیز لګولو نه ډډه وکړه.

بایدن د ولسمشرۍ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه چې د بري په صورت کې به د قاشقچي د جنایت مسئولین او عاملین بې سزا پرنږدي.



اړوند خبرونه