امریکا په سوریه کې د شهید شوو ۳۳ تنو ترکي سرتیرو په یاد پیغام خپور کړ
امریکا : یو کال مخکې د ترکیې ۳۳ تنه سرتیري په ادلب کې د ملکي وګړو نه د دفاع په لاره کې د اسد رژیم لخوا په شهادت ورسول شول
امریکا متحده ایالتونو تیر کال د سوریې په ادلب ښار کې د بشار اسد ځواکونو په هوايي برید کې د شهید شوو ۳۳ تنو ترکي سرتیرو نه یادونه وکړه .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وویل چې " یو کال مخکې ۳۳ تنه ترکي سرتیرو په ادلب کې د اسد رژیم او د هغه د ملاتړو روسیې او ایران د وحشت او ظلمونو نه د معصومو او بې ګناه ملکي وګړو د دفاع او حفاظت په لاره کې ژوند د لاسه ورکړ.
مونږ د ناټو په سازمان کې د خپل منتفق هیواد ترکیې ترڅنګ ولاړ یو او ددې سرتیرو یاد تل ژوندی ساتو.
د ویلو ده چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۷ مه نیټه د سوریې د ادلب په ښار کې ۳۳ تنه ترکي سرتیري د اسد رژیم په هوايي بریدونو کې په شهادت ورسیدل.
ترکیې د اسد رژیم ددې وحشت نه وروسته په سیمه کې د اسد رژیم پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې د اسد رژیم ته ډیر ستر ګوزار ورکړ.د سلګونو تنو ځواکونو ترڅنګ يي ورته په سلګونو ټانکونه، زغروالې موترې، توپخانې ، دفاعي سیستمونه او توغندیو سیستمونه لمنځه یوړل.