امریکا د قاشقچي جنایت په مسئله کې د سعودي عربستان په ولیعهد شهزاده هیڅډول بندیزونه ونه لګول

سپینې ماڼۍ د قاشقچي د جنایت په مسئله کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده بن سلمان نه دفاع وکړه

1593211
امریکا د قاشقچي جنایت په مسئله کې د سعودي عربستان په ولیعهد شهزاده هیڅډول بندیزونه ونه لګول

امریکا متحده ایالتونو د سعودي عربستان د منتقد ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت له امله د سعودي عربستان پر ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د هر ډول تحریم لګولو نه ډډه وکړه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې تیره ورځ وویل چې د جمال قاشقچي د جنایت له امله د سعودي عربستان پر ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان  د هر ډول  تحریمونو نه لګول یوه ډیره پر ځای پریکړه ده. هغې وویل چې د امریکا په تاریخ کې تر اوسه پورې هیڅکوم  ډیموکراټ او یا د جمهوریت پلوي ولسمشر  د ډیپلوماتیکو اړیکو په چوکاټ کې د هیڅ  هیواد په مشر بندیز ندی لګولی.

د ویلو ده د قاشقچي جنایت په اړه د امریکا د استخباراتو لخوا د راپور د خپریدو سره سره چې پدې راپور کې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د قاشقچي د جنایت مسئول بلل شوی  په بن سلمان د هیڅډول بندیز د نه لګولو له امله سخت غبرګونونه پاریدلي دي.

د سپنې ماڼۍ ویاند په رسمي توګه په محمد بن سلمان د بندیز د نه لګولو نه دفاع وکړه. هغه وویل چې په بن سلمان د بندیزونو نه لګیدل یوه ډیره پر ځای پریکړه ده.

ویاندې په ورځنۍ خبري غونډه کې د قاشقچي د جنایت نه د یو وحشي جنایت په توګه یادونه وکړه او وویل چې ولسمشر جو بایدن د ددې جنایت په اړه د استخباراتو لخوا جوړ شوي راپور قانوني مسئولیت بللی دی.

هغې وویل چې امریکا د قاشقچي په جنایت تورن کسانو باندې ډیر سخت ګامونه اوچت کړي. پدې چوکاټ کې د امریکا د جګپوړو چارواکیو په ګډون په ۷۶ تنو باندې تحریمونه لګیدلي دي.

هغې وویل چې پوره باور لري دا ډول بندیزونه به په راتلوونکې کې ددې ډول جنایتونو د مخنیوي په برخه کې ډیره زیاته مرسته وکړي.

ویاندې وویل چې جو بایدن حکومت د دندې د پيل د لومړۍ ورځې نه په اعتبار سره د سعودي عربستان سره خپلې اړیکې له سره تنظیم کړي. مونږ په شا ګام نه اوچتوو. امریکا به د مخالفینو او یا ژورنالستانو د غږونو د ټپولو په خلاف مبارزې او د غږونو اوچتولو ته دوام ورکړو.

هغې وویل چې د قاشقچي  د جنایت په اړه د لا زیاتو ګامونو د اوچتولو حق زمونږ سره خوندي دی. خو د امریکا په تاریخ کې تر ننه پورې هیڅ کوم ډیموکراټ یا جمهوري پلوه ولسمشر د ډیپلوماتیکو اړیکو په چوکاټ کې د کوم بهرني هیواد په مشر بندیز ندی لګولی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر بایدن د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د خلکو ژمنه کړې وه چې واک د رسیدو سره به د قاشقچي د جنایت مسئولینو ته سزا ورکړي داسې وویل ، ولسمشر بایدن د سعودي عربستان په مسئله کې د ډیپلوماسۍ له لارې ګامونه اوچت کړي دي.

هغې وویل چې د سعودي عربستان سره د استخباراتو د راکړې ورکړې، توغندیو د بریدونو او تهدیدونو په مقابل کې د دفاع په څیر یو زیات شمیر مهې اړیکې لرو. هغې وویل لکه څرنګه چې ټول پوهیږي په ډیپلوماسۍ کې ځیني وخت هیوادونه د خپلو ملي ګټو په خاطر د حساب پوښتلو پر ځای د خپل ملي ګټو په اساس ګامونه اوچتوي.

ولسمشر بایدن هم پدې اړه په هغه په نیوکو او غبرګونونو ډیر ښه پوهیږي. هغه دا تصمیم د ملي امنیت د سلاکارانو د سلا مشورې نه وروسته نیولی دی. البته چې دا تصمیم  د امریکا د منافعو له پلوه تر ټولو پر ځای تصمیم دی.

د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان منتقد ژورنالست جمال قاشقچي د ۲۰۱۹ میلادي کال د اکتوبر په دویمه نیټه د ترکیې د استانبول په ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې په ډیره وحشیانه ډول ووژل شو او مړی تر ننه پورې لا درکه دی.

سره ددې چې په پيل کې سعودي عربستان پدې جنایت انکار کولو خو وروسته یي بیا اعتراف وکړ.

سعودي عربستان پدې جنایت کې د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان لاس لرل په کلکه توګه ردوي.

د بله پلوه امریکا متحده ایالتونو استخباراتو لنډه موده مخکې د قاشقچي د جنایت په اړه راپور خپور کړی چې پدې راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې قاشقچي د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده په  امر وژل شوی دی.



اړوند خبرونه