د مکسیکو د خالیسکو په ایالت کې په یو کور کې قتل عام شوی دی.
په مکسیکو کې په یو کور د وسله وال برید په نتیجه کې ۱۱ تنه وژل شوي دي
د مکسیکو د خالیسکو په ایالت کې په یو کور د وسله وال برید په نتیجه کې ۱۱ تنه مړه او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د خالیسکو د ایالت امنیتي مسئولینو ویلي دي چې په یو کور وسله وال برید شوی دی چې په نتیجه کې ۱۱ تنه مړه او دوه تنه ټپیان شوي دي.
پولیس د پیښې سیمې ته د رسیدو سره يي د کور په دننه او بهر کې ۱۱ مړي پراته ولیدل.
دوه تنه ټپیان ول چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د فبروري په ۱۳ مه نيټه کې هم د خالیسکو ایالت د زاپوپان په ښار کې ۱۸ بکسونه موندلي وو چې د انسانانو د جسدونو پارچې پکې پرتې وې.
پولیسو ویلي دي داسې ګمان کیږي چې دا قتل عامونه پدې ایالت کې فعالیت کوونکي تر ټولو سترې د نشه يي توکو مافیايي کړۍ کار وي. ډیری وخت د مافیايی کړیو ترمنځه خپلمنځۍ شخړې او جګړې کیږي چې په نتیجه کې داډول قتل عامونه رامنځته کیږي.
د ویلو چې په مکسیکو کې د ۲۰۰۶ کال راهیسې د نشه يي توکو د سترو قاچاقبرو شبکو پر خلاف جګړه پيل شوې ده چې تر اوسه پورې دوام لري. پدې هیواد کې پدې موده کې څه باندې ۳۰۰ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۳۴۰ زره تنه نور د خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي.
همداشان څه باندې ۴۰ زره تنه لا درکه شوي دي.
د ویلو ده چې تیر کال هم د خالیسکو ایالت اړوند د سالتو په ښار کې یو ټولیز قبر وموندل شو . پدې قبر کې د ۱۸۹ تنو جسدونه وموندل شول.