امریکا متحده ایالتونو په سوریه کې په ایراني پلوه ځواکونو هوايي بریدونه وکړل.
امریکا په سوریه کې د ایران پر ملاتړ ځواکونو هوايي بریدونه کړي
امریکا متحده ایالتونو د عراق د بغداد او اربیل په ښارونو کې ددوې پر سفارت او پوځي هډو د راکټي او توغندیو بریدونو نه وروسته په سوریه کې د ایراني پلوه ځواکونو پر هدفونو هوايي بریدونه وکړل.
د امریکا د دفاع وزارت یو تن چارواکي د اناتولیا خبري اژانس خبریال ته ویلي دي چې په بغداد او اربیل کې د امریکا په سفارت او پوځي هډو د راکټي بریدونو په ځواب کې په سوریه کې د ایراني پلوه ډلو پر هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.
دې چارواکي ویلي دي چې دا بریدونه په عراق کې ددې پر هدفونو د ترسره شوو بریدونو په ځواب کې شوي دي.
نوموړي چارواکي د بریدونو په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې ده خو امریکايي رسنیو بیا ویلي دي چې دا بریدونه د امریکا د ولسمشر جو بایدن په اجازه شوي دي.
ویل کیږي دا بریدونه یو ځل شوي دي.
د بله پلوه د پنټاګون ویاند ویلي دي چې د ولسمشر جو بایدن په هدایت د امریکا ځواکونو ځواکونو د سوریې په ختیځ کې د ایران پر ملاتړو ځواکونو برید کړی دی.
هغه ویلي دي چې دا بریدونه پدې وروستیو کې په عراق کې د امریکا پر سفارت او پوځي هډو د ترسره شوو راکټي بریدونو په ځواب کې شوي دي.
پدې بریدونو کې د کتایب حزب الله ، کتایب السعید او کتایب الشهدا د ډلو یو زیات شمیر هدفونه له منځه وړل شوي دي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.