په ارمنستان کې د پوځ او حکومت ترمنځه جدي اختلافات رامنځته شوي دي.

د ارمنستان پوځ د لومړي وزیر نه د استعفا کولو غوښتنه وکړه

1590590
په ارمنستان کې د پوځ او حکومت ترمنځه جدي اختلافات رامنځته شوي دي.

 

د ارمنستان پوځ چې په لومړي وزیر نیکول پاشینیان د استعفا کولو غږ وکړ ددې په مقابل کې لومړي وزیر بیا د پوځ لوی درستیز اونیک ګاسپاریان له دندې ګوښه کړ.

د ویلو ده چې د ارمنستان  لوی درستیز او ټولو جګپوړو قومندانانو  د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د لومړي وزیر پاشینیان نه د استعفا غوښتنه وکړه.

پدې اعلامیه کې راغلي دي چې د پاشینیان حکومت د هیواد په اړه د مهمو پریکړو نیولو ظرفیت او توان نلري.

د ارمنستان لومړي وزیر د پوځ لخوا د خپرې شوې دې اعلامیې نه د کودتا د تشبث په توګه یادونه وکړه او خپل پلویان يی لارو او سړکانو ته راوبلل.

پاشینیان ددې ترڅنګ لوی درستیز ګاسپاریان له دندې نه د ګوښه کولو نه خبر ورکړ.



اړوند خبرونه