ملګري ملتونه د قبرس د ستونزې د حل په خاطر ۵ جمع یو غیرې رسمي غونډه جوړوي
ملګري ملتونو سازمان د قبرس د ستونزې د حل په خاطر ۵ جمع ۱ غیرې رسمي غونډه جوړوي.
1590292
ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې د قبرس د مسئلې اړوند او ضمانت کوونکي هیوادونه ترکیه ، یونان او انګلستان به د اپریل د ۲۷ او ۲۹ مو نیټو ترمنځه د سوئیس د جینیوا په ښار کې سره راټول کړي.
د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي ویاند د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې " د ملګروملتونو سازمان سرمنشي د ۲۰۲۱ کال د اپریل د ۲۷ او ۲۹ مو نیټو ترمنځه د سوئیس په د جینیوا په ښار کې د قبرس د مسئلې په اړه ۵ جمع یو غیرې رسمي غونډه جوړوي."
په بیان کې راغلي دي چې ددې غونډې هدف په نږدې راتلوونکې کې د قبرس ستونزې ته تل پاتې حل موندنه او دې ستونزې د حل په خاطر د ټولو خواوو د نیت معلوم دي چې ایا دوې په رښتیا ددې ستونزې د حل غوښتوونکي دي او که نه. ایا دوی د میز تر شا کیني او که نه.