د ایکوادور د ۳ ښارونو په زندانونو کې په هممهاله توګه بلوا رامنځته شوې ده

په ایکوادور کې په ۳ ښارونو کې په هممهاله توګه په زندانونو کې بلوا رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې په لسګونو تنه وژل شوي دي

1589451
د ایکوادور د ۳ ښارونو په زندانونو کې په هممهاله توګه بلوا رامنځته شوې ده

 

د ایکوادور امنیتي سرچینو ویلي دي چې ددې هیواد په ۳ ښارونو کې په زندانونو کې د مافیايي ډلو ترمنځه د خپل منځنۍ شخړې او جګړې له امله  په هممهاله توګه بلوا رامنځته شوې ده .

د بله پلوه پولیسو په نوموړو زندانونو کې د عصیانونو د مخنیوي په خاطر د زندانیانو سره نښته کړې ده چې په نتیجه کې ۶۷ تنه وژل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ځینو تصویرونو کې د ځینو زندانیانو نه د سرونو د پرې کولو ادعاء شوې ده .

د ایکوادور ولسمشر لینین مورینو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د هیواد په درې ښارونو کې په زندانونو کې د مافیايي ډلو ترمنځه د خپل منځنیو اختلافاتو په نتیجه کې په هممهاله توګه بلواګانې رامنځته شوي دي.

امنیتي ځواکونو په نوموړو زندانونو کې د حالاتو د قابو کولو په خاطر لازم ګامونه اوچت کړي دي.

 



اړوند خبرونه