د جرمني په پوځ کې تیر کال ښي اړخه افراطي پیښو کچه لوړه شوې ده .
د جرمني پوځ د پرسونل د کموالي د ستونزې سره مخامخ دی
دا خبره د جرمني د پارلمان د فدرال پوځ د چارو مسئول ایوا هوګل لخوا په جوړ شوي راپور کې چې د ۲۰۲۰ کال د ارزیابي په موخه جوړ شوی او خپور شوی دی شوې ده .
پدې راپور کې ویل شوي دي چې په ۲۰۲۰ کال کې د ۲۰۱۹ کال په پرتله د جرمني په پوځ کې ۱۱۴ ښي اړخه افراطي پيښو په ډیریدو سره دا شمیره ۴۷۷ ته لوړه شوې ده .
هغه په راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ددې پيښو د مخنیوي په خاطر باید د جرمني د پوځي استخباراتو پرسونل شمیره لوړه کړی شي.
هغه پدې راپور کې ویلي دي چې پدې وروستیو کې د جرمني پوځ د پرسونل د کمښت د ستونزې سره لاس او ګریوان شوی دی. ددې خبرې لامل د عسکري د مکلفیت نه ویستل او عسکري لپاره عمر د ۳۰ نه ۳۳ ته لوړول په ګوته شوی دی.
په راپور کې راغلي دي چې پوځ لږ تر لږه ۲۰ زره تنو نوي پرسونل ته اړتیا لري. په ځانګړې توګه هوايي ځواکونه د پرسونل له پلوه جدي ستونزې سره لاس او ګریوان دي.
د جرمني د هوايي ځواکونو د ۲۲۰ تنو پيلوټانو په تشکیل کې دم ګړۍ یواځې ۱۰۶ تنه پیلوټان دنده ترسره کوي.