امریکا متحده ایالتونو په ایران کې د زنداني امریکايي وګړو په خاطر د ایران ته تماس ټینګ کړ.

جک سالیوان : امریکا به هیڅوخت ایران ته اټومي وسلو ته لاس رسي ته اجازه ورنکړي

1587977
امریکا متحده ایالتونو په ایران کې د زنداني امریکايي وګړو په خاطر د ایران ته تماس ټینګ کړ.

 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ویلي دي چې په ایران کې د زنداني امریکايي وګړو په خاطر يي د تهران سره تماس نیولی دی.

هغه دا څرګندونې د سي بي اس تلویزیون سره په مرکه کې وکړې. هغه په ایران کې د زنداني امریکايي وګړو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " په ایران کې د زنداني امریکايي وګړو د خلاصون په اړه مو د تهران سره اړیکه ټینګه کړې ده . ایران پدې اړه تر اوسه پورې مونږ ته ځواب ندی راکړی. په ایران کې په ناحقه او پرته د کومې جرم د امریکايي وګړو زنداني کیدل د منلو وړ خبره نده. دا خبره زمونږ لپاره هیڅوخت د منلو او زغم وړ نده. "

همداشان هغه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا به هیڅوخت اجازه ورنکړي چې ایران اټومي وسله ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې د ولسمشر بایدن په مشرۍ حکومت د ایران سره  لاسلیک کړي اټومي تړون له سره د عملي کولو په خاطر مذاکراتو ته چمتو دی.

د ویلو ده چې ایران بیا وايي چې امریکا باید پرته د قید او شرط دې تړون ته راستون شي. له سره مذاکراتو ته اړتیا نشته. خو امریکا بیا د مذاکراتو غوښتنه کوي.

د بله پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تیره ورځ بایدن د ایران په قبال کې د  پخواني ولسمشر دونلد ټرمپ سیاستونو ته په دوام ورکولو تورن کړ.


پيوندونه: #امریکا , #ایران

اړوند خبرونه