په امریکا په یو ورځ کې دویم وسله وال برید له رامنځته شو.

په امریکا کې د باولینګ په کلپ وسله وال برید شوی

1587601
په امریکا په یو ورځ کې دویم وسله وال برید له رامنځته شو.

د امریکا  د پنسلوانیا ایالت اړوند د مونتګومیري د ولسوالۍ د ختیځ نوریتون په سیمه کې د باولینګ په یو کلپ وسله وال برید شوی دی.

پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پیښه د ماښام د ۶ بجو او ۴۵ دقیقو پر مهال رامنځته شوې ده.

ویل کیږي برید کوونکي ۴ تنه په ډزو ویشتي دي چې په نتیجه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې ټپیان روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

ټپیانو روغتیايي حالت په اړه څه ندي  ویل شوي. پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی د برید نه وروسته په تیښته  بریالی شوی او نیولو په خاطر يي پلټنې پیل شوي دي.



اړوند خبرونه