په امریکا کې یوې جیټ الوتکې سقوط کړی

په امریکا متحده ایالتونو کې یوې جیټ الوتکې سقوط کړی دی.

1587290
په امریکا کې یوې جیټ الوتکې سقوط کړی

 

د امریکا هوايي ځواکونو ویلي دي چې ددوې یوه جیټ الوتکه په الاباما ایالت کې لویدلې ده.

الوتکې په میسیسیپي ایالت کې د کولمبوس د هوايي هډې نه د تعلیمي پروګرام په چوکاټ کې الوتنه کړې وه چې  د امریکا پر وخت د مازیګر په پنځه نیمو بجو د رادار سره اړیکه پرې شوه. ویل کیږي الوتکه کې دوو تنو پيلوټانو شتون درلود.

د امریکا هوايي ځواکونو ویلي دي چې دا الوتکه مونت ګومیري د سیمې د هوايي ډګر ترڅیرمه لویدلې ده .

پدې پيښه کې د الوتکې دواړو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.

د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه