په امریکا کې د ډیرو زیاتو واورو او سړې هوا له امله ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په امریکا متحده ایالتونو کې د ډیرې سختې سړې هوا او سړې څپې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1586827
په امریکا کې د ډیرو زیاتو واورو او سړې هوا له امله ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

د امریکا د هوا پيژندنې ملي ادارې ویلي دي چې د هیواد مرکزي او سویلي ایالتونو کې د ډیرو زیاتو واورو د اوښت ، توپان او سختې سړې هوا په نتیجه کې ورځنۍ چارې په ټپه دریدلي دي. په یو زیات شمیر سیمو کې د ډیرو زیاتو واورو د وریدو او توپان په نتیجه کې د برښنا جربان قطع شوی دی.

په تکزاس ایالت کې په تیرو ۴ ورځو کې د ۲ نه نیولې تر ۵ میلیونو تنو پورې انسانان د برښنا د نعمت نه محروم شوی دي.ویل کیږی پرون د لومړي ځل لپاره ځینو برخو ته برښنا ورکړل شوه.

په تکزاس کې اوس هم ۶۵۰ زره کورونو برښنا پرې ده او پرته د برښنا ژوند کوي.

همداشان د تکزاس نه وروسته د اوریګن ایالت هم د سړې هوا، واورو او توپان نه اغیزمن شوی دی. پدې ښار کې هم څه باندې ۱۰۰ زره تنه د برښنا د نعمت نه محروم شوي دي.

پدې ایالت کې په یو زیات شمیر سوپر مارکیټونو او ډیپوګانو کې د برښنا د قطع کیدو له امله په ټنونو خواړه خراب شوي او کثافاتو ته غورځیدلي دي.

د بله پلوه په تکزاس ایالت کې د ډیرې سختې سړې د اوبو شبکو ته هم زیان رسولی دی. د تکزاس چارواکیو په خلکو غږ کړی دی چې د نلونو اوبه د ویشولو نه پرته استفاده نکړي.

همداشان د لوییزیانا  ایالت د نیو اورلنیس او شریوپورت په څیر ښارونو کې د اوربو شبکې زیان لیدلی دی او په کورونو اوبه هم پرې شوي دي.

ښاروالي د ښار روغتونونو، د پالنې په مرکزونو او عامو خلکو ته د اطفایو په موټرو کې اوبه انتقالوي.

ویل کیږي تمه کیږي چې دا سړه څپه د روانې اونۍ په پای کې خپلې اغیزې د لاسه په ورکولو پيل وکړي.


پيوندونه: #سړه هوا , #امریکا

اړوند خبرونه