ینس ستولتنبرګ د افغانستان نه د ناټو ځواکونو د وتو او یا نه وتو په اړه مهمې څرګندونې وکړې

ستولتنبرګ : دم ګړۍ زمونږ مهمه مسئله د افغانستان د سولې د بهیر او مذاکراتو نه ملاتړ دی

1585785
ینس ستولتنبرګ  د افغانستان نه د ناټو ځواکونو د وتو او یا نه وتو په اړه مهمې څرګندونې وکړې

د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ  د افغانستان نه د ناټو ځواکونو د وتو د نیټې په اړه وویل چې « د مناسب وخت په رارسیدو سره  » به د افغانستان نه د ناټو سرتیري ووځي په شرط ددې چې طالبان د شدت او تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي او په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

ستولتنبرګ دا څرګندونې تیره ورځ د ویدیو کنفرانس له لارې د ناټو سازمان د دفاع د وزیرانو په غونډه کې د ګډون نه وروسته خبري غونډې ته وکړې.

ستولتنبرګ وویل چې د ناټو سازمان د دفاع د وزیرانو په دویمه غونډه کې چې د فبروري په ۱۸ مه نیټه جوړیږي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو برخلیک په اړه چې ایا ددې هیواد نه ووځي او که پاتې شي په اړه خبرې وکړو.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ناټو د افغانستان نه د وتو او یا پاتې کیدو په اړه کوم پلان لري؟ وویل، دا پریکړه د افغانستان د روان وضعیت پورې اړه لري.

که چیرې طالبان په خپلو تهداتو عمل وکړي د امکان نه لرې خبره نده.

هغه وویل چې ناټو سازمان تل په افغانستان کې د سولې د بهیر نه قوي ملاتړ کړی دی او مناسب وخت او شرایطو د برابریدو سره البته چې ناټو ځواکونه له افغانستان وځي. خو دم ګړۍ زمونږ د تمرکز نقطه د سولې بهیر دی چې د مذاکراتو نه د مرسته او ملاتړ مسئله ده چې ایا مونږ څه ډول کولای شو چې ددې بهیر نه لا په ښه توګه ملاتړ وکړو.

هغه وویل چې د ناټو سازمان د غړیو او متحدینو سره د سلا مشورو په حال کې یو. پدې اړه به په ګډه تصمیم ونیسو خو مهمه مسئله د طالبانو لخوا د شدت او تاوتریخوالي د کچې راټیټول دي. طالبان باید د القاعدې په څیر د نړۍوالو ترهګرو سازمانونو او ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

ینس ستولتنبرګ د ترکیې په اړه هم پوښتنې ځواب کړې. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ترکیه د ناټو سازمان د ډیرو مهمو غړیو هیوادونو نه یو دی. ترکیه زمونږ یو ډیر مهم متفق هیواد دی. ترکیه د سوریې او عراق سره تر ټولو زیاته ګډه پوله درلودونکی یواځنی د ناټو غړی هیواد دی.

ترکیې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه کې تر ټولو زیات مهم رول لوبولی او د ناټو سره ستره مرسته کړې ده .

هغه زیاته کړه چې د ناټو په سازمان کې د ترهګرۍ نه تر ټولو ډیر اغیزمن شوی هیواد هم ترکیه دی.

هغه وویل چې ترکیه دم ګړۍ د میلیونونو تنو کډوالو کوربه توب کوي. هغه زیاته کړه چې البته د ناټو د غړیو هیوادونو ترمنځه به هم اختلاف د نظر شتون ولري. ناټو د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم او ختیځې مدیترانې په څیر د مهمو مسئلو د حل لپاره مهم فرصتونه وړاندې کوي. پدې برخه کې ډیر ښه فرصتونه وړاندې کړي .



اړوند خبرونه